Job Details
Date Posted: Feb 02, 2012
Ref. AF-002
د افغان ښوونځي مدیر Principle position with Afghan Foundation. (401 Views)
About Afghan Foundation.
It has been noticed that certain parts of Afghanistan are deprived of education and other civil amenities. In order to address this pressing issue, a number of distinguished individuals with consultation of the relative portions established a welfare foundation in order to reach these underprivileged areas of the country.Afghan Foundation would like to train Afghan youth professionally and present them to the community, in order to serve for the country tremendously, they will know both religious and modern science and their characters would be according Islamic regulation.
Afghan Foundation is an educational, academic, and welfare entity that provides civil services across the country. The head office of the foundation is located in Kabul city and when the need arises its sub-offices would to be extended to other parts of the country.
Objectives:
1. Providing education to the Afghan youth.
2. Conducting academic research in various subjects.
3. Providing civil services for public good.
4. Conducting programs for moral rehabilitation.
Job Summary
د یو بریالي مدیر په توګه د پرمخ تللي اداري اساساتو پلي کول، په ښوونځي کې د ښوونیز او اداري بهیر تقویه کول او په دې اړه د هر راز ستونزو په ګوته کول او ورته د حل مناسبې لارې لټول. له تبعیض پرته د ټولو کارکوونکو ستونزې حل کول او له اړوند ټیم سره پوره همکاري کول. د ښوونځي له روان بهیر نه دقیقه څارنه او وخت په وخت د ماتحت کارکوونکو د کارونو ارزول.Duties and Resposibilities
• دقیق کلنی، څلور میاشتنی، میاشتنی او اوونیز پلان جوړول.• د ترتیب شوي پلان له تطبیق څخه پوره څارنه کول.
• له اداري او تدریسي څانګو سره پوره همکاري کول.
• د ټولو کار کوونکو حاضري کنټرولول.
• له ښوونځي څخه د لیدونکو مېلمنو سره مؤثر او هدفنمده مجلسونه ترسره کول.
• د معارف په اړونده مجلسونو کې شرکت کول.
• له نورو ښوونځیو سره د لیدلو کتلو زمینې برابرول.
• وخت په وخت له تدریسي بهیر څخه دقیقه لیدنه، او له اړونده اشخاصو سره د هغوی نیمګړتیاوې شریکول، او په حل کې یې ورسره مرسته کول.
• د ښوونکو د ورځني درسي پلان لیدنه.
• د زده کوونکو د حاضری کتاب، ترقي تعلیم او نورو اړونده توکو لیدل.
• له ښوونکو، زده کوونکو، اداري کار کوونکو او مستخدمینو سره د همکارۍ په روحیه کار کول.
• د تدریسي او اداري پرسونل د وړتیا د لوړولو په خاطر د تریننګونو دائرول.
• د زده کوونکو د کورني کار کتابچې کتل او د اړتیا پر مهال د زده کوونکي له سرپرست سره اړیکه نیول.
اداري برخه:
څرنګه چې نوموړی شخص د ښوونځي په سطحه تر ټولو لوړه مرجع ده نو لاندینۍ کړنې د ده لپاره اړینې دي:
• د بشري منابعو سم ځای پرځای کول.
• له موجوده امکاناتو څخه مؤثره استفاده او د منابعو تنظیم.
• ارتباطات، لوړو مقاماتو ته د لاسته راوړنو او روان حالت راپور ورکول.
• له ځانګړې شوې بودیجې څخه مؤثره استفاده او د مصارفو کنټرول.
تخنیکي برخه:
• د کار کوونکو د وړتیا لوړول.
• له تدریسي او اداري څانګو سره د تخنیکي مشورو شریکول.
• د درسي ښوونیز نصاب پلې کول.
• د عوائدو او مصارفو مقایسه کول او مناسب بودیجوي پلان جوړول او تطبیقول.
• د ښوونځي له روان بهیر څخه څارنه او د ستونزو حل کول.
لوژستیکي برخه:
• د ښوونځي ماحول له ښوونیزو معیارونو سره سم برابرول.
• د ښوونځي په چاپېریال کې شخصي او محیطي حفظ الصحې ته ځانګړې پاملرنه.
• له اعتمادي او مطمئنو شرکتونو او تجارانو سره د موادو د تهیې تړونونه لاسلیکول.
• د یوه قوي پلان له مخې د منظم ترانسپورټ برابرول.
Qualification
په اړونده رشته کې لږ تر لږه د لېسانس سند او څلور کلنه کاري تجربه ، د مدیریت د اساساتو مهارت او ښه افهام او تفهیم اړین دي. د کمپیوټر له ځینې پروګرامونو سره بلدتیا اړینه ده، لکه ورډ، ایکسیل، پاورپاینټ او انټرنېټ.Submission Guideline
هغه کاندیدان چې په پورتنیو معیارونو باندې برابر وي او له اړونده دندې سره علاقه لري د مهربانۍ له مخې دې خپله پېژند پاڼه (سي وي) او په سمه توګه ډک شوی رسمي غوښتنلیک د ۱۳۹۰ ل کال د سلواغې تر ۲۶مې نېټې پورې په لاندې آدرس را واستوي:بریښنا لیک: vacancies@afghanfoundation.net یا rafiullah_nomani@yahoo.com
د ټلیفون شمېرې: ۰۷۹۶۵۸۴۹۷۹ یا ۰۷۷۷۱۹۳۳۹۸
مرکزي دفتر: افغان بنسټ، درېیم کور، دوهمه کوڅه، د امام اعظم (رح) د جومات جنوب لوری، سپین کلي څلور لاري ته نږدې، خوشحال خان مېنه، پنځمه ناحیه کابل افغانستان.
غوښتلیک زموږ له سایټ نه ترلاسه کړئ (www.afghanfoundation.net)