Regulatory Compliance Officer

Bachelor's Degree   Kabul, Afghanistan Full Time 1091
Date Posted:Sep 29, 2018
Reference:PB 26/2018
Closing Date:Oct 12, 2018
Work Type:Full Time
Number of Vacancies:2
Gender:Any
Functional Area:Banking
Nationality:Afghan
Salary Range:Salary is negotiable
Years of Experience:3 Years
Contract Duration:Open Ended
Extension Possibility:No
Contract Type:Fixed-term
Probation Period:3 months
Required Languages:96,90,66

About Pashtany Bank:

Job Summary:

د قوانینو د تطبیق آفسر باید ډاډ حاصل کړي چه د پشتني بانک ټولې پالیسیانې او طرزالعملونه د مقرراتو له اړتیاوو سره برابر دي او په هیڅ برخه کې د غه پالیسانې او طرزالعملونه د افغانستان د مقرراتو سره ټکر نه لري، همدا راز باید ډاډ حاصل کړي چه د بانک هره پالیسي د مربوطه آمریت لخوا په سمه توګه تطبیق او پلي کیږي.
له دې سربیره، په بانک کې د قوانینو مربوط ټولې نیګړتیاوې باید په سمه توګه له خپل آمر او هم له مربوطه آمریت سره تعقیب کړي تر څو په بانک کې د قوانینو مربوط هیڅ ډول تشه پاته نشي. پرته له دې، د قوانینو د تطبیق آفسر په دغه اداره کې د قوانینو د تطبیق په برخه کې د عمومي نظارت او تعقیب دنده پر غاړه لري.

Skills Required:

Not available

Provinces to travel:

Skills Description:


د مالي ادارو د پالیسیو او طرزالعملونو کاري پوهه لرل.
د افغانستان د بانکي قوانینو او مقرراتو پوهه لرل.

د بانکي مقرراتو پوهیدلو او پلي کولو توان، او همدارنګه د دولت د مالي مقرراتو او قانوني اسنادو پوهه لرل.

د ادره کولو پیاوړي مهارتونه لرل.

Duties & Responsibilities:


د قوانینو د تطبیق مسئول باید ډاډ حاصل کړي چه پشتنی بانک په خپلو چارو کې د افغانستان بانک او هم د اړوند ټولو دولتي تنظیم کونکو ادارو قوانین او مقررات تطبیقوي، که چیرې د قوانینو تطبیق او مراعت په برخه کې کومه نیګړتیا وموندل شي باید چه دغه آفسر یې په وخت له خپل آمر سره شریکه کړي.

د قوانینو د تطبیق مسئول باید ډاډ حاصل کړي چه د پشتني بانک هرې داخلي پالیسي لپاره یو منظم طرزالعمل وجود لري.

د قوانینو د تطبیق مسئول باید ډاډ حاصل کړي چه د پشتني بانک داخلي پالیسیانې او طرزالعملونه په سمه توګه پلي کیږي، که چیرې کومه نیمګړتیا و موندل شي باید چه په وخت یې له خپل آمر سره شریکه کړي.

د پشتنی بانک په داخلي پالیسیانو او طرزالعملونو کې چه هره نیمګړتیا و موندل شي، باید د قوانینو د تطبیق مسئول لخوا وڅیړل تر څو د دغې نیګړتیا د نه تطبیق علت معلوم شي.

د افغانستان بانک د څارنې راپور لوستل او تعقیبول له اړند ډیپارټمنټونو سره د دغه آفسر د مسئولیتونو یوه برخه ده، د قوانینو د تطبیق آفسر باید خپل آمر ته د پروسې په هکله وخت په وخت راپور ورکوي.

د مرکزي بانک لخوا د هر نوې راستول شوي (circular) تعقیب او د هغې د تطبیق په اړه د قوانینو د رعایت آمر ته راپور ورکول د دغه آفسر مسئولیت دی.

د پشتنی بانک له هر ديپارپمنټ او څانګو سره د قوانینو مربوط مسائلو د حل لپاره خبرې اترې او تعقیبول د د غه آفسر مسئولیت دی.

که چیرې د پشتني بانک داخلي تفتیش په خپل راپور کې د کمپلاینس په هره برخه کې نظر یا کومه موضوع ولري، دغه آفسر يې باید ورسره وڅاري.

که چیرې د کمپلاینس آمریت کوم غړی ناسوب وي، دغه آفسر باید د همکار په توګه د خپل همکار دنده پر مخ یوسې.

له پورته ټولو مسئولیتونو پرته، د کمپلاینس آمر لخوا ورسپارل شوې دنده هم باید پرمخ یوسي.

د قوانینو د تطبیق آفسر باید د خپلو چارو میاشتنی راپور خپل آمر ته ورکړي.

Job Location:

Afghanistan, Kabul

Qualifications:

تحصیل درجه: حد اقل لیسانس په اقتصاد، بانکداري، حسابداري، تجارت او ادره.
کاری تجربه : کم از کم ۳ تر ۵ کلو د وظیفې اړوند کاري تجربه.
په منظم شکل د قوانینو د تطبیق اړوند نیمګرتیاوې او مسائیل حل او ادراه کول.

خپل اړوند آمر یا مدیر ته د غوښتنې په صورت کې د معلوماتو په اغیزمن ډول راپور ورکولو او د طرزالعملونو لارښودونو ته د ځواب ورکولو وړتیا لرل.

د ادارې له اړوند آمرینو، مدیر صاحبانو او مشتریانو سره په مسلکي معاملاتو کې لوړ اخلاقي معیارونه په نظر کې ساتل.

د قوانینو مربوط نیمګړتیاوو ته د بانکي اصولو په نظر کې نیولو سره حل راویستلو وړتیا لرل.

Job Keywords:

to be competent
This job is expired