د مؤسسې د علمي چارو مرستیال/Vice Chancellor of Academic Affairs

Medical Doctor   Afghanistan, Khost Full Time 419
Date Posted:Aug 30, 2022
Reference:AAIHE002
Closing Date:Sep 30, 2022
Work Type:Full Time
Number of Vacancies:1
Gender:Male
Functional Area:Administrative,Education/ Training
Nationality:Afghan
Salary Range:As per company salary scale
Years of Experience:2 - 3 Years
Contract Duration:Not specified
Possibility of Contract Extension: Yes
Contract Type:Permanent
Probation Period:3 months
Required Languages:Dari,Pashto,English

About Ahmad Shah Abdali Institute of Higher Education:

Founded:  

احمد شاه ابدالي د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسه په افغانستان کې د طبي زده کړو له علمي مرکزونو څخه ده.

احمد شاه ابدالي د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسه د افغانستان لوړو زده کړو وزارت د قانون او مقرراتو سره سم په خوست ولایت کې فعالیت کوي. نوموړي مؤسسه په ۱۳۹۱ لمریز کال کې د پوهاند دوکتور بادشاه زار عبدالي لخوا تأسیس شوه، چې یوازې یو د معالجوي طب پوهنځی لري؛ چې د ۷ کالو نظري او عملي زده کړو وروسته معالج ډاکټر فارغوي. نن ورځ موږ په افغانستان کې د مخکښو لوړو زده کړو مؤسساتو او پوهنتونونو څخه یو.

احمد شاه ابدالي د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې شپږ دورې فارغان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي، چې دا مهال په بیلابیلو دولتي او غیر دولتي روغتونونو کې د معالج ډاکټرانو په توګه دنده او یا هم تخصصونه ترسره کوي.

د یادولو وړ ده، چې یاده مؤسسه د WHO (World Health Organization) او PMC (Pakistan Medical Council) لخوا رسماً پیژندل شوي او د نړیوال طبي ښوونځیو په لېست کې یې نوم درج شوی او په عین وخت کې د کانډا او امریکا هېوادونو ECFMG (Educational Commission for Foreign Medical Graduates) سپانسر نوټ هم ترلاسه کړی.

Company Benefits:
Sports Accomodations
Lunch Subcidy

Job Summary:

د دندې سرلیک: د علمي چارو مرستیال

وزارت: د لوړو زده کړو وزارت

اداره: احمد شاه ابدالي د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسه

پته: ۱۲۰۰ فاميلي (ازادي مینه)، خوست، افغانستان

څانګه: علمي معاونیت

بست: دوهم

راپور ورکول: عمومي ریاست

راپور اخیستل: اړونده آمریتونه، مدیریتونه، کمیټې (او معاونیتونه د عمومي رئیس په غیاب کې).

Duties & Responsibilities:

دندې:

1. د مؤسسې د عمومي رئیس په غیاب کې د نوموړي دندې ترسره کول؛

2. په اکاډمیکو چارو او فعالیتونو کې د مؤسسې د رئیس سره همکاري؛

3. د تقرر، علمي رتبو تثبیت، علمي ترفیع او د علمي کارکوونکو د ګوښه کولو اړوند قانوني کړنې؛

4. د پوهنځیو د اړتیاوو سره سم د قراردادي علمي کادرونو استخدام پورې اړوند بنسټیز او اکاډمیکې کړنې؛

5. په مؤسسه کې د لوړو زده کړو د پلانونو او پروګرامونو پلي کولو ته پلان تنظیمول او پاملرنه؛

6. په مؤسسه کې د علمي څیړنو، پلانونو او پروګرامونو پلان جوړول او پلي کول؛

7. په مؤسسه کې د علمي څیړنو د چارو رهبري او نظارت؛

8. د مؤسسې د خپرونو د چارو رهبري او څارنه؛

9. د مؤسسې د علمي شورا د کاري پلان طرحه کول او د هر کال په پیل کې د علمي شورا په لومړۍ غونډه کې د تصویب او تطبیق لپاره یې وړاندې کول؛

10. د مؤسسې د علمي شورا د غونډو د اجنډا ترتیب او د مؤسسې د علمي شورا د پرېکړو ثبتول؛

11. د اجراآتو لپاره اړوندو چارواکو ته د مؤسسې د علمي شورا د پریکړو او تصمیمونو ویش او تکثیر؛

12. د مؤسسې د اکاډمیک څانګې اړوند مقرراتو، لوایحو او طرزالعملونو بیا کتنه او ارزونه او د اړتیا په صورت کې د سمون پلان وړاندې کول او لوړ پوړو چارواکو ته یې وړاندیز کول؛

13. د کتابتونونو، معلوماتي ټکنالوجۍ او انټرنېټ څانګو د چارو څارنه او بیا کتنه او د دوی د بشپړولو او تجهیز په اړه اړین اقدامات؛

14. د اړوندو کمیټو ریاست؛

15. په اړونده تعلیمي مؤسسه کې د اکاډمیک تشکیل پلان تسهیل او نظارت کول؛

16. د علمي معاونیت اړوند د دفترونو د چارو او فعالیتونو څارنه؛

17. د نصاب ارزونه او د وخت له غوښتنو او نړیوالو معیارونو سره د سمون لپاره وړاندیزونه؛

18. په پوهنځیو کې د نصاب د پراختیا، بیا کتنې او تطبیق څارنه؛

19. د مؤسسې ریاست او د مؤسسې علمي شورا ته د علمي مرستیال د کلنیو فعالیتونو د راپور وړاندې کول؛

20. د لوړو زده کړو د علمي شورا او اکاډمیک څانګې د پرېکړو د تطبیق او څارنه؛

21. د محصلانو لپاره د عملي ساحوي کار د پلي کولو لپاره د اړینو اسانتیاوو برابرول؛

22. د علمي کادر غړو او نورو اکادمیک مسایلو پورې اړوند احصایې ترتیب او تنظیم کول؛

23. د اړونده لوړو زده کړو مؤسسې د اکادمیک ستراتیژیک پلان په جوړولو کې اسانتیا رامنځ ته کول او همکاري؛

24. ټولې هغه دندې چې د قانون سره سم په علمي چارو مرستیال پورې اړوند دي.

Job Requirement:

زده کړې، تجربه او مهارتونه:

د ملکي خدمتونو د مامورینو د قانون د ۸ مادې په ۷ او ۲ فقره کې د درج شویو اړتیاوو سربیره، د لاندې شرطونو درلودل هم اړین دي.

1. د زده کړې درجه:

» لږ تر لږه MD یا د معالجوي طب لیسانس،

» او که په نورو (غیر طبي) برخو کې وي، لږ تر لږه ماسټر.

» د علمي کادر غړیتوب لپاره شرایط درلودل،

» په دواړو حالتونو کې، د زده کړو لوړې درجې ته ترجیح ورکول کیږي.

2. اړینې تجربې:

» په اړونده څانګه کې لږ تر لږه ۲-۳ کلنه کاري تجربه ولري.

3. مهارتونه:

» د مدیریت مهارتونو درلودل؛

» د تدریس د وړتیاوو درلودل؛

» د کمپیوټر مهارتونو درلودل؛

» د افهام او تفهیم مهارتونو درلودل؛

» د هیواد له ملي ژبو څخه په یوه ژبه تسلط لرل او له انګلیسي ژبې سره بلدتیا.

Job Location:

Afghanistan, Khost
This job is expired